نېلسن منډېلا: مړی يې د ښخېدو لپاره پلرني ټاټوبي ته رسېدلی

د منډېلا مړی په پرېټوريا کې له واټرکلوف هوايی اډې نه په يوه پوځي الوتکه کې لېږدول کېده
د عکس تشریح، د منډېلا مړی په پرېټوريا کې له واټرکلوف هوايی اډې نه په يوه پوځي الوتکه کې لېږدول کېده

د نېلسن منډېلا تابوت د ختيځ کېپ قونو کې د ده پلرني ټاټوبي ته رسېدلی، چې د خښېدو ځای ته پر لار ورستی تمځای دی.

په دغه کليواله سيمه کې د سړک دواړه غاړې ګڼ شمېر خلک په ليکو کې ولاړ وو، چې د تابوت وړونکي ګاډي تېرېدو پرمهال خپل درناوی وړاندې کړي.

نېلسن منډېلا چې د دسمبر پر ۵ مه مړ شو، جنازه به يې د یکشنبې پر ورځ په دولتي کچه ترسره کېږي.

په تېرو دريو ورځو کې د جنوبي افريقا دغه پخواني ولسمشر مړی په پرېتوريا کې ايښودل شوی و، چې لږترلږه ۱۰۰ زره کسانو لیدلی، خو ځينې يې په ليدو نه وو توانېدلي.

وروستی درناوی

د منډېلا مړی په پرېټوريا کې له واټرکلوف هوايی اډې نه په يوه پوځي الوتکه کې لېږدول کېده چې دوو جېت الوتکو يې ملګرتيا کوله.

له قبيلوي دودونو سره سم، د نېلسن منډېلا لمسي یې د خپل نيکه له مړي سره په دې سفر کې ملګرتيا کوله.

په انتظار ولاړو خلکو بيرغونه رپول، شعارونه یې ورکول، سندرې يې ويلي او خپل ورستی درناوی یې وړاندې کاوه.

د خلکو پر څېرو اوښکې او موسکاوې ليدل کېدې.

خو ځینو خلکو بيا د نهليو څرګندونه کوله چې د منډېلا مړي لېږدونکی کاروان نه درېده، ځکه يې نو تابوت ونه شوی ليدلی.

اټکل دی د افريقا ځينو هېوادونو ولسمشرانو، لومړيو وزيرانو، د ايران مرستيال ولسمشر او د بريتانيا وليعهد په ګډون به شاوخوا ۴ زره وګړي د نېلسن منډېلا جنازه کې برخه ولري.

ختيځ کېپ ته د تابوت له لېږدونې مخکې د افريقا ملي کانګرېس ګوند غړيو په پرېټوريا کې نېلسن منډېلا ته د وروستي درناوي څرګندونه وکړه.

د وراکلوف هوايي اډې دغو مراسمو ته پر ولسمشر جېکوب زوما سربېره د افريقا ملي کاګرېس نور مشران او د دغه ګوند څه د پاسه زر کسان ورغلي وو.

دغه فعاليت کې ګڼ ديني مراسم او هم د موسيقۍ درناوی شامل و.

د تېرې سې شنبې پر ورځ (د دسمبر پر ۱۰ مه) د امریکا ولسمشر باراک اوباما په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو د جنوبي افريقا سوېټو کې نېلسن منډېلا ته درناوی وړاندې کړ.

دغو مراسمو ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم ورغلی و، پر ده سربېره د برازیل ولسمشره دیلما روسف او د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو د نژدی ۱۰۰ هېوادونو د مشرانو او نورو مهمو شخصیتونو ترمنځ وو چې په دغو مراسمو کې یې برخه واخیسته.

د جنوبي افريقا دغه پخواني ولسمشر مخکې له دې چې په ۱۹۹۴ کال د خپل هېواد لومړی تورپوستی ولسمشر شي ۲۷ کاله يې په زندان کې تېر کړي وو.

ده يوازې يوه دوره ولسمشري وکړه، او په ۱۹۹۹ کال کې له دندې لرې شو.

ښاغلي منډېلا ته په ۱۹۹۳ کال د جنوبي افريقا وروستي سپين پوستی ولسمشر اېف ډبليو ډي کلېرک تر څنګ د نوبل جايزه وګټله.